لویدیځه اسیا

پر اوکراین د روسیې بریدونو کې ۵ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان دي

انځور ارشیف څخه

د اوکراین د چارواکو په وینا، د روسیې پوځ د سې شنبې په سهار د کیېف، ډنیپرو او خارکیېف په ګډون د اوکراین پر څو مهمو ښارونو درانده هوايي بریدونه کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د اوکراین استخباراتو خبرداری ورکړی و چې مسکو د یوه ډېر لوی او سیستماتیک برید پلان نیولی دی.

د اوکراین د ختیځ ولایت ډنیپرو والي اولیکساندر هانژا پر ټیلیګرام لیکلي چې په دغه ښار کې د روسیې په بریدونو کې ۴ تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي چې ټول روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه داسې انځورونه هم خپاره کړي چې پکې د استوګنې ویجاړې شوې ودانۍ، سوځېدلي موټر او د ماشومانو د لوبو یو بشپړ له منځه تللی میدان ښکاري.

بل لور ته په پلازمېنه کیېف کې د پوځي ادارې د مشر تیمور ټکاچینکو په وینا، لږ تر لږه یو تن مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې پر یوې ۲۴ پوړیزې ودانۍ د راکټ لګېدو له امله د هغې یوې برخې سقوط کړی او ښايي ځینې کسان تر خاورو او ډبرې لاندې ګیر پاتې وي.

د اوبولون په سیمه کې هم د راکټونو د ټوټو راپرېوتو له امله موټرو او د ماشومانو یوه وړکتون ته نږدې اور لګېدلی دی. په زرګونو کسانو د میټرو په تمځایونو او نورو خوندي ځایونو کې پناه اخیستې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره شپه پخپلې وینا کې یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی و چې د هوايي بریدونو خبرداري جدي وګڼي.

روسیه وایي دا بریدونه یې په لوهانسک کې د اوکراین د هغې برید په ځواب کې کړي چې تېره میاشت یې ۲۱ کسان وژلي وو، خو اوکراین دا تور ردوي.

په خارکیېف ښار کې هم د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

دا جګړه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې په بشپړ لګښت پیل شوې، د څلورو کلونو په تېرېدو لا هم په شدت سره روانه ده او د پای ته رسولو هڅې یې د منځني ختیځ جګړې ته د ډونالډ ټرمپ د حکومت د زیاتې پاملرنې له امله ټکنۍ شوې دي.