د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ وویل، د متحده ایالاتو اداره به له ایران سره یا یو ښه تړون لاسلیک کړي او یا به له دغه هېواد سره له «بلې لارې» واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د درې میاشتنۍ جګړې د سمدستي پای ته رسېدو هیلې کمې بللې دي.
روبیو په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، امریکا به ډیپلوماسۍ ته د بریا هر ډول چانس ورکړي، خو که دا پروسه ناکامه شي، بیا به پر «بدیلو لارو» غور وکړي.
دا څرګندونې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې غوښتنې وروسته مخې ته راځي چې خپلو استازو ته یې ویلي وو د ایران په تړون کې بېړه ونکړي.
روبیو زیاته کړه: «د هرمز تنګي د پرانیستلو او په اټومي مسایلو د یوې موده لرونکې او جدي مذاکرې په اړه پر مېز باندې یو خورا کلک وړاندیز شتون لري او هیله لرو چې پایلې ته ورسېږو.»
تر دې یوه ورځ وړاندې، ټرمپ پر ټروث سوشل لیکلي وو چې د هرمز په تنګي کې پر ایراني کښتیو د امریکا سمندري محاصره به تر هغې په بشپړ ډول په خپل ځای پاتې وي ترڅو چې وروستۍ هوکړه تایید او لاسلیک شوې نه وي.
هغه زیاته کړې وه چې دواړه لوري باید له پوره وخته کار واخلي ترڅو سمه پرېکړه وشي.
که څه هم د ایران حکومت سمدستي پهدې اړه غبرګون ندی ښودلی، خو تسنیم خبري اژانس، چې د ایران له سپاه پاسداران سره نږدې دی، ویلي چې امریکا لا هم د احتمالي هوکړې د ځینو برخو په وړاندې خنډونه جوړوي، چې پکې په بهرنیو بانکونو کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه هم شامله ده.
د ایران د پارلمان ویاند ابراهیم رضایي د دوشنبې په ورځ وویل، د پوځي شخړې پر مهال د ایران تکتیک «د سترګې په بدل کې سترګه» و او په ډیپلوماټیکې ښکېلتیا کې به د هغوی تګلاره «د عمل په بدل کې عمل» وي.
هغه پر ایکس شبکې ولیکل، ایران به فشارونو او ګواښونو ته غاړه کېنږدي؛ که امریکا هوکړه غواړي نو مذاکره دې وکړي، خو که د ۶ ډالري پټرولو غوښتونکې وي نو خپل تش غږ ته دې دوام ورکړي.
د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړې ته د نږدې کېدو د هیلو له امله، د نفتو نړیوالې بیې ۶ سلنه لوېدلې او د تېرو دوو اونیو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.
