اوکرایني چارواکو خبر ورکړی چې روسیې د پنجشنبې په سهار وختي پر پلازمېنه کییف د ډرون الوتکو او توغندیو پراخ بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې او د ځینو برخې نړېدلې دي.
د پلازمېنې د نظامي ادارې مشر «تیمور تکاچینکو» ویلي، چې د ښار په ختیځه «ډارنیټسکي» ولسوالۍ کې د یوې استوګنې ودانۍ یوه برخه نړېدلې او وېره شته چې یو شمېر اوسېدونکي تر خاورو لاندې بند پاتې وي.
نوموړي پر خپله ټیګرام پاڼه لیکلي: «خلک تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي او بېړني ژغورونکي ټیمونه سیمې ته په لاره دي.»
د کییف ښاروال «ویتالي کلیچکو» هم په ټول ښار کې د ودانیو د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.
د هغه په وینا، د ښار په شمالي څنډه کې د یوې ۱۲ پوړیزې ودانۍ په ګډون پر دوو ودانیو د ډرون ټوټې لګېدلي چې له امله یې اور لګېدلی دی.
په نا رسمي ټیلګرام چینلونو کې خپرې شوي ویډیوګانې ښيي چې د اپارتمانونو ځینې برخې په لمبو کې سوځي، خو تر اوسه د دقیقې مرګژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسي توغندیو د کییف ترڅنګ خارکیف، سومي، چیرنیهیف او پولتاوا سیمې هم په نښه کړې دي. دغه راز د هېواد په ختیځو او سویلي برخو کې هم د روسي ډرون الوتکو او لارښود بمونو بریدونه ثبت شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د چهارشنبې په ورځ هم روسیې پر اوکراین د ورځې له خوا ډرون بریدونه کړي وو، چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۶ تنه پکې ووژل شول او مهمې زېربناوې یې زیانمنې کړې.
