د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند د ختمېدو په نږدې کېدو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ په پاکستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره نوې هیلهمندي پیدا شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تهران په دې مذاکراتو کې د ګډون په اړه «مثبت غور» کوي، خو په عین حال کې یې پر امریکا د خپلو تجارتی کښتیو د نیولو له امله سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې د هر ډول کړکېچ پړه به د امریکا پر غاړه وي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یادو خبرو اترو په اړه ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي: «هغوی به مذاکرات کوي، هیله ده چې یوه عادلانه هوکړه وشي.»
د ټرمپ په وینا، د امریکا موخه دا ده چې ایران اټومي وسلې ته لاسرسی ونه لري او د انرژۍ پر نړیوال بازار د جګړې اغېز کم شي.
که څه هم ایران د خپلو اټومي پروګرامونو پر دوام ټینګار لري، خو د تېلو د بیو د لوړېدو له امله په نړیوالو بازارونو کې د ګډوډۍ مخنیوی د دواړو لوریو لپاره یوه مهمه اړتیا ده.
پاکستان، چې د دې مذاکراتو کوربه توب کوي، د احتمالي خبرو اترو لپاره چمتووالی نیولی او په اسلام اباد کې یې د امنیتي تدابیرو د ټینګښت لپاره شاوخوا ۲۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي. ویل کېږي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هم د دې خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي.
د اوربند موده د چهارشنبې په ورځ د امریکا په وخت د شپې په ۸ بجو پای ته رسېږي. د شنونکو په باور، که دا ځل مذاکرات ناکام شي او اوربند مات شي، په سیمه کې به د جګړې لمنه نوره هم پراخه او د انرژۍ نړیوال تامینات له جدي ګواښ سره مخ شي.
