لویدیځه اسیا

ټرمپ نړۍ ته: د هرمز تنګي امنیت پخپله وساتئ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د روانې جګړې په درشل کې، د هغه اداره له اوو هېوادونو سره په دې اړه په خبرو بوخته ده چې د هرمز تنګي د امنیت په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

نوموړي له دغو هېوادونو غوښتي چې په دې حیاتي اوبلاره کې د کښتیو د ساتنې مسوولیت واخلي، ځکه تهران د تېلو د لېږدوونکو کښتیو پر مخ دا لاره تر ډېره بنده کړې ده.

په منځني ختیځ کې دغه روانه جګړه چې اوس درېیمې اونۍ ته داخله شوې، په سیمه کې یې لویه ګډوډي رامنځته کړې او د انرژۍ نړیوال بازارونه یې لړزولي دي.

امریکايي ولسمشر ټینګار کوي هغه هېوادونه چې د خلیج پر تېلو ډېره تکیه لري، باید پخپله د دغه تنګي د ساتنې مسوولیت پر غاړه واخلي.

ټرمپ له فلوریډا څخه واشنګټن ته په لاره خبریالانو ته وویل: «زه له دغو هېوادونو غواړم چې میدان ته راووځي او له خپلې قلمروي حوزې ساتنه وکړي، ځکه دا د دوی سیمه ده.»

که څه هم ټرمپ د هغو هېوادونو نومونه په ډاګه نه کړل چې اداره یې ورسره په اړیکه کې ده، خو تر دې وړاندې یې په مرکو کې ویلي وو چې تمه لري ډېری هېوادونه خپلې جنګي کښتۍ سیمې ته واستوي ترڅو د هرمز له لارې (چې د نړۍ ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي) کښتیو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

هغه پر خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي چې هیله لري چین، فرانسه، جاپان، سویلي کوریا، بریتانیا او نور هېوادونه په دې چاره کې برخه واخلي.

ټرمپ همداراز وویل چې واشنګټن له ایران سره په اړیکه کې دی، خو شک یې څرګند کړ چې تهران دې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي مذاکراتو ته چمتو وي.

بل لور ته، امریکايي چارواکي وړاندوینه کوي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه به په څو راتلونکو اونیو کې پای ته ورسېږي او ورسره به د انرژۍ بیې راټیټې شي، خو ایران بیا ادعا کوي چې لا هم «پیاوړی او ثابت» ولاړ دی او دفاع ته پوره چمتووالی لري.

ټرمپ د اونۍ په پای کې یو ځل بیا ګواښ وکړ چې د ایران د تېلو د صادراتو پر اصلي مرکز (خارګ ټاپو) به بریدونه نور هم زیات کړي او ویلي یې دي چې لا هم له ایران سره کومې هوکړې ته چمتو نه دی.

وال سټریټ ژورنال د ناپېژاندو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره پلان لري د روانې اونۍ په پیل کې د یوه نوي نړیوال ائتلاف د جوړېدو اعلان وکړي، ترڅو په دغه تنګي کې کښتۍ بدرګه کړي.

خو تر اوسه سپینې ماڼۍ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.