د ایران د خبرګانو شورا په یوې پرېکنده رایګیرۍ کې د دغه هېواد د پخواني وژل شوي مشر علي خامنه اي ۵۶ کلن زوی، مجتبی خامنه ای، د ایران د دریم ستر مذهبي مشر په توګه وټاکه.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د ایران او امریکا-اسرائیل ترمنځ جګړه لسمې ورځې ته داخله شوې او علي خامنه ای تېره اونۍ په همدې بریدونو کې وژل شوی و.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو مشرتابه او سپاه پاسداران لا دمخه له نوي مشر سره خپل بیعت اعلان کړی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دا ټاکنه د “ملي یووالي” ښکارندویي بللې او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه به د نظام ستنې نورې هم پیاوړې کړي.
د ایران دغه پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له توند غبرګون او ګواښ سره هممهاله ده.
ټرمپ ټینګار کړی و چې د نوي مشر په ټاکلو کې باید امریکا ونډه ولري او خبرداری یې ورکړی و، که څوک د دوی له خوښې پرته وټاکل شي، ډېر به پاتې نه شي.
د دغو سیاسي او نظامي جګړو له امله نن د دوشنبې په ورځ د تېلو نړیوالې بیې ۲۰ سلنه لوړې شوې او د هرې بوشکې بیه له ۱۰۰ ډالرو واوښته.
کارپوهان اندېښنه ښیي چې که د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد له خنډ سره مخ شي، نو دا بیې به لا پسې لوړې شي.
دا بدلونونه په داسې حال کې راځي چې د امریکا پوځ په سیمه کې د خپل اووم سرتېري د وژل کېدو راپور ورکړی دی.
مجتبی خامنه ای چې د خپل پلار په څېر یو سختدریځه څېره پېژندل کېږي، اوس به د ایران په ټولو دولتي او پوځي چارو کې د وروستۍ پرېکړې واک ولري.
