لویدیځه اسیا

ایران: پر موږ د امریکا او اسرائیلو بریدونو ته به پرېکنده ځواب ووایو

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې هېواد به یې د امریکا او اسرائیلو له لوري پر دغه هېواد شویو بریدونو ته “پرېکنده ځواب” ووایي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې لا هم روانې وې.

د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیان کې راغلي: “د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه به یرغلګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.” په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ایران د جګړې د مخنیوي لپاره هر ډول اړین ګامونه پورته کړي وو.

ایران وایي: “موږ لکه څنګه چې مذاکراتو ته چمتو وو، اوس تر هر بل وخت د خپل ملت دفاع ته ډېر چمتو یو.”

دا غبرګون وروسته له هغه مخې ته راځي چې نن د شنبې په ورځ امریکا او اسرائیلو په تهران کې یو شمېر اهداف په نښه کړل او په ورته وخت کې په بحرین کې د امریکا پر یوې پوځي اډې هم د توغندیز برید خبر ورکړل شوی دی.