ایراني چارواکو د دغه هېواد د “سیاسي او ټولنیز نظم د ګډوډولو” او د جنوري میاشتې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال د متحده ایالاتو او اسرائیلو په ګټه د کار کولو په تور څلور تنه نیولي دي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په دغو نیول شویو کسانو کې، چې د یکشنبې په ورځ ونیول شول، د ایران درې تنه پېژندل شوي اصلاح غوښتونکي سیاستوال شامل دي.
په نیول شویو کسانو کې د ایران د اصلاحاتو جبهې مشره آذر منصوري، پخوانی ډیپلومات محسن امین زاده او د پارلمان پخوانی غړی ابراهیم اصغرزاده شامل دي، خو د څلورم کس نوم تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د ایران رسمي خبري اژانس “میزان” د دغه هېواد د قضایه ځواک له قوله ویلي، چې دغه ډله په داسې وخت کې د “پراخو ګډوډیو په سازماندهي او رهبرۍ” تورنه شوې چې هېواد د امریکا او اسرائیلو له “پوځي ګواښونو” سره مخ و.
په راپور کې راغلي چې دغو کسانو په واټونو کې د “ترهګرو پیاده ځواکونو” د کړنو د توجیه کولو لپاره پوره هڅه کړې وه.
د الجزیرې خبریال توحید اسدي له تهرانه راپور ورکړی چې دغه کسان له جدي تورونو سره مخ دي. د هغه په وینا:محسن امین زاده: د ولسمشر محمد خاتمي په دوره کې (۱۹۹۷-۲۰۰۵) د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و. ابراهیم اصغرزاده: پخوانی وکیل او د هغو محصلینو له مشرانو و چې په ۱۹۷۹ کال کې یې د امریکا پر سفارت په برید کې ونډه لرله.
دې کسانو له دې وړاندې هم د سیاسي فعالیتونو له امله زندانونه تېر کړي دي. د ایران د اصلاحاتو جبهې تایید کړې چې آذر منصوري د سپاه پاسداران د استخباراتو له خوا د خپل کور له دروازې نیول شوې او ځینو نورو غړو لکه محسن آرمین او بدرالسادات مفیدي ته هم د حاضرېدو احوال ورکړل شوی دی.
دا نیونې په داسې حال کې کېږي چې د جنوري په میاشت کې د اقتصادي کړکېچ له امله په تهران کې لاریونونه پیل او بیا په ټول هېواد کې خپاره شول.
ایراني چارواکو دا لاریونونه “بغاوت” بللی او وایي چې ۳،۱۱۷ کسان په کې وژل شوي دي. خو په امریکا کې مېشت د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (HRANA) ادعا کوي چې دوی د ۶،۸۵۴ کسانو مړینه تایید کړې او د نورو ۱۱ زره قضیو په اړه څېړنې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د ایران د اټومي او توغندیز پروګرام د مهارولو هڅه کوي، تهران ته یې د نویو بریدونو خبرداری ورکړی او سيمې ته یې سمندري ځواکونه استولي دي.
ورته مهال، د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي بیا د یوې “سیمهییزې جګړې” خبرداری ورکړی دی.
سره له دې چې کړکېچ په اوج کې دی، ایران او امریکا تېره جمعه په عمان کې غیر مستقیمې خبرې وکړې چې ولسمشر مسعود پزشکیان “مخ په وړاندې ګام” وباله او راتلونکې اونۍ به هم د خبرو بل پړاو ترسره شي.
له بل پلوه د ایران د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي نن بیا خبرداری ورکړ: “که پر ایران برید وشي، ټوله سیمه به په اور کې وسوزي او دا به د سیمې پرمختګ کلونه کلونه شاته بوځي.”
