د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې راتلونکې دوشنبه به د اوکراین د روان وضعیت او پر دغه هېواد د روسیې د وروستیو پراخو بریدونو په اړه بېړنۍ غونډه وکړي. دا پرېکړه د اوکراین د حکومت له رسمي غوښتنې وروسته شوې ده.
د تازه راپورونو له مخې، روسیې د ۲۰۲۶ کال د جنوري په لومړۍ اوونۍ کې پر کییف او شاوخوا سیمو د توغندیو او “کامیکازي” ډرونونو پراخ بریدونه کړی و.
په کییف کې ځایي چارواکو تایید کړې چې په دغو بریدونو کې د ماشومانو یو روغتون او د استوګنې څو بلاکونه په نښه شوي دي. ویل کېږي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰ لوړ شوی او لسګونه نور ټپیان دي.
شورا زیاتو چې د دې غونډې تر ټولو مهم دلیل پر ملکي بنسټونو بریدونه دي.
د اوکراین د انرژۍ وزارت وايي چې د روسیې بریدونو د کییف د تودوخې مرکزي سیسټم ته سخت زیان رسولی دی. اوس مهال په داسې حال کې چې د تودوخې درجه د سانتي ګراد منفي ۸ ته راټیټه شوې، تر یو میلیون ډېر کسان له ګرمۍ او برېښنا پرته په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.
په ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیر، انډري میلنیک امنیت شورا ته په خپل استولي لیک کې ویلي: روسیې د ملکي خلکو په نښه کولو سره د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جنایتونو یو نوی او وحشتناک پړاو پیل کړی دی. دوی غواړي د یخنۍ له لارې د اوکراین خلک تسلیمۍ ته اړ کړي.
ناټو او اروپایي ټولنې دا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
تمه کېږي چې د دوشنبې په غونډه کې به پر روسیې د نویو بندیزونو او له اوکراین سره د بېړنیو بشري مرستو په اړه خبرې وشي.
روسیې تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ادعا کړې وه چې دوی یوازې پوځي اهداف په نښه کوي، هغه څه چې د ملګرو ملتونو څارونکي یې نه مني.
