سیاست

طالبان: د پاکستان پلاوی مذاکراتو کې «بې‌واکه» او د شاتګ په لټه کې دی

د طالبانو تر اداره لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د ترکیې استانبول ښار کې، په مذاکراتو کې د پاکستان پلاوی «بې‌واکه» دی او غواړي  چې له دغو مذاکراتو ووځي.

په دې راپور کې راغلي: «ځکه چې په پاکستاني پوځ کې ځینې ځانګړې کړۍ د مذاکراتو مخه نیسي؛ پاکستانی لوری بې صلاحیت دی او غوره ګڼي چې د مذاکراتو پر میز د دلایلو وړاندې کولو پر ځای، شاتګ وکړي.»

دغې رسنۍ ادعا کړې چې د طالبانو پلاوي د دوی او پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو لپاره خپلې «ټولې هڅې»، د رغنده خبرو لپاره کړې دي؛ خو داسې نه برېښي چې پاکستانی لوری دې دا ډول نیت ولري.

دغې رسنۍ ټینګار کړی چې د طالبانو پلاوي «د خبرو او واقعیت‌پالنې سیاست» غوره کړی او د دوی دریځ په دې خبرو کې دا دی چې طالبان نشي کولی پاکستان کې د بریدونو مخنیوی وکړي یا د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) استازیتوب وکړي.

په راپور کې زیاته شوې: «دا د پاکستان خپله کورنۍ او تېره ستونزه ده او باید خپله ستونزه په خپله حل کړي.»

پاکستاني چارواکو د ترکیې په استانبول کې د مذاکراتو د میز پرېښودلو په اړه د خپل پلاوي د پرېکړې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

تر دې مخکې د طالبانو تر اداره لاندې ملي ټلوېزیون د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله راپور ورکړی و چې دواړه لوري په دې مذاکراتو کې پر ډېرو مواردو هوکړه کړې او ښايي د دوشنبې تر ورځې ټوله هوکړه ترلاسه شي.