سیمه ایزې سرچینې وایي چې د پاکستاني پوځ الوتکو د کونړ ولایت په ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې دغه بریدونه نن جمعه، د وږي ۱۴مه، د ماسپښین په درېیو بجو د ډیورند فرضي کرښې ترڅنګ، د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه کې شوي دي.
پاکستان ادعا کوي چې بریدونه د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر یوه پټنځای ترسره شوي؛ خو د سیمهییزو سرچینو په وینا، د برید دقیق هدف او د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.
د کونړ د طالبانو محلي چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې، او د سیمې اوسېدونکي د بریدونو له امله اندېښمن شوي دي.
دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې پر ډیورنډ فرضي کرښه امنیتي کړکېچونه دوام لري، او سیمهییزې کورنۍ د احتمالي ناغوښتل شوو تلفاتو له وېرې د خپلو سیمو د خوندیتوب په لټه کې دي.
