بشري حقوق

طالبانو په جوزجان کې یوه ښځه او یو سړی د خلکو پر وړاندې په دُرو ووهل

طالبانو په جوزجان ولایت کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور د خلکو پر وړاندې په ۱۵ ـ ۱۵ دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد دواړه کسان د محکمې له حکم وروسته له شپږو میاشتو تر یو کال پورې د بند په سزا هم محکوم شوي دي.

طالبانو ویلي، دُرې ورکول د محکمې د حکم له تایید وروسته د عامو خلکو په مخکې عملي شوي دي.

تر دې وړاندې هم په غور او لوګر ولایتونو کې ۹ تنه ـ(پنځه نارینه او څلور ښځې ) د «زنا او له کوره تېښتې» په تور پر دُرو وهل شوي وو.

خو د بشري حقونو فعالان د طالبانو دا کړنې له نړیوالو میثاقونو سره په ټکر کې بولي او وایي، په عام محضر کې د خلکو په دُرو وهل د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې طالبان ښځې او نارینه له کافي قانوني دلایلو پرته او له عادلانه محاکمې وړاندې مجازات کوي، چې په دې لړۍ کې تر ټولو زیاتې قربانیان ښځې او نجونې دي.