امنیت

منظور پښتین په خوست او ننګرهار کې د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور احمد پښتین د پاکستان هوايي بریدونه چې تازه په خوست او ننګرهار ولایتونو کې شوي او د ماشومانو په ګډون یې د ملکي وګړو ژوند اخیستی، په کلکو ټکو غندلي دي.

پښتین د قربانیانو نومونه او جزیات خپاره کړي، چې تر دې مهاله نه وو خپاره شوي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې ویلي د دغو بریدونو پر مهال درې ماشومان وژل شوي او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

پښتین زیاته کړې چې دا ډول بریدونه یوازې په خوست او ننګرهار پورې نه دي محدود، بلکې په ډېره اسماعیل خان، وزیرستان، لکي مروت، بنو، کرم، خیبر او باجوړ کې هم هره ورځ پر افغان ماشومانو او ښځو ترسره کېږي.

د هغه په وینا، د ماشومانو وژل هېڅ د ترهګرۍ ضد عملیات نه دي؛ بلکې خپله د ترهګرۍ تر ټولو وحشیانه بڼه ده. پښتین ویلي: «د افغانانو وینه، اوښکې او عزت باید دومره ارزانه نه وي چې هره ورځ د کډوالو په نوم یې کورونه ونړول شي، خلک له خپلو مېنو وشړل شي او بیا په خوست او ننګرهار کې د بمونو لاندې ماشومان شهیدان شي».

پښتین له افغان ځوانانو او د سیمې له خلکو غوښتي چې د دغه ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او که د مبارزې توان نه لري، لږ تر لږه په ټولنیزو رسنیو کې خپل غږ پورته کړي.