د ننګرهار او خوست ولایتونو طالب چارواکي وایي تېره شپه د ډرون بریدونو له امله په ملکي کورونو کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸مه ویاله سیمه کې د شاه سوار په نوم یوه اوسېدونکي پر کور دوه ډرون بریدونه شوي دي. د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې ماشومان او یوه ښځه ټپیان شوي، چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
په خوست ولایت کې بیا د سپلګین سفره کلي اوسېدونکي وایي، یو ډرون برید د محمدنعیم په نوم د یوه قومي مشر پر کور شوی چې دوه ماشومان په کې وژل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی ویلي، دا ډول پېښې د سیمې پر ثبات منفي اغېز کولی شي.
د دې بریدونو پړه تر اوسه هېڅ لوري نه ده منلې. خو طالب چارواکي پاکستان د دغو ډرون بریدونو مسؤل بولي.
