بشري حقوق

راپور: طالبانو د یوه څېړونکي د نوم تر خپرېدو وروسته د هغه د کورنۍ غړي نیولي

د پروپابلیکا یوه تحقیقي راپور ښيي چې د امریکا د نوې جوړې شوې ادارې «ډاج» له لوري په ناسم ډول د یوه افغان څېړونکي د نوم بربنډېدلو له امله، د طالبانو له‌خوا په کابل کې د هغه د کورنۍ د غړو د نیولو او شکنجې زمینه برابره شوې ده.

محمد قاسم حلیمي، ۵۳ کلن څېړونکی، چې په تبعید کې ژوند کاوه «د امریکا د سولې له انسټیټیوټ» سره همکار و.

هغه په یوه وایرال شوي پوسټ کې د ټولنیزې شبکې اکس له لارې د «طالبانو پخواني غړي» په توګه معرفي شو او ادعا وشوه چې واشنګټن د ده له لارې طالبانو ته مالي مرسته برابروي.

دغه پوسټ د روان کال په اپرېل کې د ایلان ماسک، د اکس پلاټفورم د مالک، له‌خوا شریک شو او د زرګونو کسانو د غبرګونونو سره مخ شو. ګڼو کاروونکو حلیمي «ترهګر» او «فریب‌کار» وباله.

د راپور له مخې، له دې افشاګرۍ وروسته د طالبانو استخباراتو په کابل کې د حلیمي د کورنۍ پر کورونو چاپه واچوله.

په راپور کې راغلي چې د حلیمي درې تنه خپلوان ونیول شول، سترګې یې وتړل شوې او نامعلوم ځای ته ولېږدول شول، هلته په توقیف‌خانه کې وهل او ټکول شوي دي.

د پروپابلیکا سرچینو ویلي چې طالبانو هغوی د حلیمي د فعالیتونو او د هغه د امریکا له همکارۍ په اړه تر پوښتنو لاندې نیولي وو.

پروپابلیکا لیکلي چې د حلیمي همکاري له «د امریکا د سولې له انسټیټیوټ» سره هېڅ تړاو له طالبانو د تمویل سره نه درلود.

هغه په پروژو کې لکه د افغانستان د ښځو د وضعیت د څېړنې او امریکايي دیپلوماتانو ته د مشورې ورکولو برخه کې کار کاوه.

خو په راپور کې زیاته شوې چې د هغه د کاري سابقې له امله، کله چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو په حکومت کې دنده لرله، د نوم بیا خپرېدل د هغه لپاره د مرګونې ګواښ لامل کېدای شي، ځکه طالبانو پخوا څو ځله د هغه د وژلو هڅې کړې وې.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، پروپابلیکا ته ویلي: «حلیمي زموږ لپاره مهم نه دی او نه هم غواړو ډېر د هغه په اړه خبرې وکړو.» خو د حلیمي د کورنۍ د غړو د نیولو په اړه یې هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

سپینه ماڼۍ او ایلان ماسک هم د پروپابلیکا پوښتنو ته، چې د دې افشاګرۍ په تړاو د دوی د مسؤلیت په اړه وې، هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.