د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له قوله ویلي، چې اسلاماباد له افغانستان سره دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري.
طالبان وایي، چې ښاغلي ډار ژمنه کړې چې په یادو برخو کې به لازمې اسانتیاوي رامنځته شي.
د طالبان تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي له ډار سره په دوه اړخیزه ناسته کې د دواړو هژوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي،ټرانزیټي، سترو پروژو، مهاجرینو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړي.
هغه ویلي، چې طالبان د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کي د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
متقي زیاته کړې چې طالبان لیواله دی چې پاکستان سره سوداګري، ټرانزیت او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي. همداراز متقي پاکستاني پلاوي ته یاده کړه چې په یادو برخو کې دي د ستونزو د هواري او تسهیلاتو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
نوموړي دغه راز په پاکستان کي د افغان مهاجرینو په اړه له پاکستاني چارواکو غوښتي چي هلته د مېشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي
اسحاق ډار او د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي نن چهارشنبه په درې اړخیزو غونډو کې د ګډون په موخه کابل ته راورسېدل.
