بشري حقوق

سرچینې: خوست کې یو بل ځوان ځان وژنه کړې

خوست کې د هغه ځوان انځور چې ځانه وژنه یې کړې ده.

له خوست ولایت څخه سیمه‌ییزې سرچینې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون یو تازه فارغ ځوان ځان وژنه کړې ده.

سرچینو د سه‌شنبې په ورځ د زمري په ۲۱مه وویل چې پېښه بېګاه شپه د خوست اړوند د خدر پیرانو په کلي کې رامنځته شوې ده.

په تېرو دوو اوونیو کې دا د ځان وژنې اوومه پېښه ده.

د سرچینو په وینا، نوموړی ځوان تېر کال له شیخ زاید پوهنتون څخه فارغ شوی و او بېګاه شپه یې په خپله کوټه کې د باد پکې په رسۍ ځان راځوړند کړی و.

د نوموړي ځوان نږدې ملګري وایي چې هغه له فارغېدو وروسته د نامعلوم راتلونکي، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ و.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د نوموړي ځوان جنازه نن د ماسپښین په دوه بجې په خپل کلي کې ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او نامعلوم راتلونکي له امله د ځان وژنې پېښې په هېواد کې زیاتې شوې دي، خو د طالبانو له لوري د دغو پېښو د خپرېدو او رسنیز کېدو پر وړاندې کلک بندیز لګول شوی دی.