بشري حقوق

طالبانو یو کس په کاپیسا کې د خپل حاکمیت پر ضد د «تبلیغاتو» په تور دورې وهلی

انځور له آرشیف

طالبانو یو کس د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د دې په تور چې ګواکې د دوی د حاکمیت پر ضد یې تبلیغات کړي، د خلکو د سترګو پر وړاندې دورې وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کس تېره اونۍ (د زمري ۸مه) ۳۹ دورې وهل شوی او یو کال او شپږ میاشتې بند ته هم محکوم شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کس د طالبانو د سترې محکمې تر تأیید وروسته، د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې دورې وهل شوی دی.

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې، طالبانو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان د بېلابېلو تورونو لکه غلا، له کوره تېښته، غیر مشروع اړیکو او نورو ورته مواردو له امله دورې وهلي دي. د طالبانو لخوا د بدني سزاوو ورکولو دا لړۍ څو ځل د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له خوا غندل شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې دا ډول سزاوې پای ته ورسوي، خو طالبان لا هم دا عمل ته دوام ورکوي.

ځینې دیني عالمان وایي، چې پر واکمنانو نیوکه کول او د هغوی د حکومت‌دارۍ د طریقې پوښتنه کول روا دي، او هغه کسان دورې وهل چې نیوکه کوي، د دیني اصولو خلاف کار دی.

سره له دې، طالبانو په وروستیو اونیو کې په ټول هېواد کې لسګونه کسان د ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو مطالبو له امله نیولي دي. د سرچینو په وینا، شپږ تنه خبریالان هم د طالبانو له خوا نیول شوي کسانو په ډله کې دي.

یو شمېر شنونکي د طالبانو دغه کړنې د بشري ارزښتونو خلاف بولي او دا د مخالفو غږونو د «څپولو» هڅې ګڼي. دوی وایي طالبان دین او شریعت د مخالفینو د ځپلو لپاره په یوه وسیله بدل کړي دي.