بشري حقوق

له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو د انجونو محرومیت ‍۱۴۰۰ ورځې پوره شوې

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ۱۴۰۰ ورځې پوره شوې دي. په دې موده کې طالبانو نجونې له متوسطه، لیسه او لوړو زده‌کړو څخه منع کړي دي.

خو هغه نجونې چې له زده‌کړو محرومې پاتې دي، وایي چې له بې‌سرنوشته حالت سره مخ دي او د ښوونځیو د بندېدو له امله د رواني او ذهني ناروغیو ښکار شوې دي.

سره له دې چې د طالبانو دا کړنه د اسلامي هېوادونو او بانفوذه دیني علماوو له سختو او جدي غبرګونونو سره مخ شوې، خو طالبانو تر اوسه په خپل دغه پرېکړه کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) تر دې مخکې ویلي، چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره نږدې ۴۰۰ زره نورې افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې، چې له دې سره په افغانستان کې له ښوونځیو څخه د پاتې نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته رسېدلی دی.