بشري حقوق

آریانا سعید د ملګرو ملتونو د نړیوالې بشري حقونو جایزې ګټونکې شوه

د افغانستان مشهوره سندرغاړه او د ښځو د حقونو فعاله، آریانا سعید، د ملګرو ملتونو له لوري د ۲۰۲۵ کال د «های نوټ» نړیوالې جایزې ګټونکې شوه.

ملګرو ملتونو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د آریانا سعید له لوري جوړه شوې سندره «موږ پر هیلې باور لرو» د جولای ۱۲مې – د هیلې نړیوالې ورځ – په مناسبت د دغې جایزې لپاره غوره شوې ده.

آریانا سعید په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي: «زه ډېر ویاړ کوم چې زموږ سندرې ‘موږ پر هیلې باور لرو’ د ۲۰۲۵ کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د های نوټ نړیواله جایزه وګټله. د یوې افغانې مېرمنې په توګه ویاړم چې د هغې هرې نجلۍ استازیتوب کوم چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې او د هغې هرې مېرمنې چې غږ یې چوپ شوی دی.»

نوموړې ټینګار کړی چې موسیقي تل د مقاومت یوه بڼه پاتې شوې ده. هغې زیاته کړې: «موسیقي د میلیونونو افغان ښځو او نجونو لپاره د درد، هیلې، او باور سرچینه ده.»

آریانا سعید همداراز ویلي: «نن ورځ زموږ غږ په ټوله نړۍ کې اورېدل شوی، او دا یې ثابته کړه چې زموږ مقاومت ناممکن، شونې کولی شي.»

دغې مشهوره سندرغاړې ټینګار کړی، تر هغو چې «عدالت» پلي نشي، د افغانستان ښځې به غلي پاتې نه شي.

یاده سندره د «پنځو امي» جایزو ګټونکي موسیقي کوونکي جف بیل لخوا کمپوز شوې او د جون بیل له لوري ورته شعر ویل شوی.

دا سندره آریانا سعید د بروکلین له ځوانانو ډلې سره یو ځای تر سره کړې ده. د دې اثر الهام د افغان نجونو د ستاین‌وړ روباټیک ټيم څخه اخیستل شوی، کوم چې د هېواد لومړۍ ښځینه روباټ جوړوونکې ډله بلل کېږي. دغه سندره همداراز د «قانون ماتونې» په نوم فلم اصلي سندره هم ده، چې د انگل سټوډیو له لوري جوړ شوی دی.

د «های نوټ» نړیوال نوښت بنسټ‌ګر ډیویډ کلارک د جایزو د اعلان پر مهال وویل: «دا سندره یو الهام‌بښونکی او روښانه مثال دی چې موسیقي څنګه کولای شي خلک سره یو کړي، حقیقتونه وښيي او هغو ته غږ ورکړي چې غږ نه لري. موږ ویاړو چې د دې تاریخي ورځې په مناسبت له سندرې ‘موږ پر هیلې باور لرو’ ستاینه کوو.»

دا اثر د هغې الهام‌بښونکې پیغام له امله وستایل شو، چې د هیلې، یووالي، او د ښځو ځواکمنتیا ته اشاره لري؛ هغه ارزښتونه چې د ملګرو ملتونو په وینا، د نړیوالې هیلې ورځې په زړه کې ځای لري.

آریانا سعید، چې د افغانستان له فرهنګي څېرو څخه ده، له کلونو راهیسې د خپل غږ له لارې د جنسیتي برابرۍ لپاره مبارزه کړې، په ځانګړي ډول د طالبانو د واکمنۍ پر مهال.

د «های نوټ» نړیواله جایزه تر دې وړاندې هم د جان لیجنډ، سیندي لاپر، او نورو نړیوالو هنرمندانو ته ورکړل شوې وه.