د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علی خان وایي، چې د روسیې لخوا د طالبانو رسمیت پېژندنه د دواړو خواوو ترمنځ یوه دوهاړخیزه موضوع ده.
هغه د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۱۳مه، په یوه خبري ناسته کې ویلي: «د روسیې او افغانستان (طالبانو) ترمنځ اړیکې د دوو خپلواکو او حاکمو هېوادونو ترمنځ موضوع ده. موږ د روسیې د دې پېژندنې خبر ترلاسه کړی دی.»
نوموړي زیاته کړې چې روسیه په سیمه کې یو مهم هېواد دی. دا هېواد په دې برخه (افغانستان) کې مشروع امنیتي ګټې لري او همداراز له ټولو سیمهییزو هېوادونو سره دوستانه اړیکې لري.
ښاغلي خان ټینګار کړی: «پاکستان له روسیې سره ډېرې نږدې او صمیمي اړیکې لري. دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو مثبت بهیر ساتي او هڅه کوي دا دوستانه اړیکې لا پراخې کړي.»
تر دې مخکې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې طالبان یې د «د افغانستان اسلامي امارت» په توګه په رسمیت پېژندلي دي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د راشاتودي شبکې، سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې روسیې د “ترهګرۍ او د مخدره توکو د قاچاق پر ضد ګډې مبارزې” له امله طالبان په رسمیت پېژندلي دي.
کابلوف زیاته کړې: «افغانستان زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه پخوا له دغه هېواد نه د ترهګرۍ او نشهيي موادو د قاچاق جدي اندېښنې موجودې وې. اوس چې د طالبانو رژیم هڅې کوي د دې ستونزو پر ضد مبارزه وکړي، له افغانستان (طالبانو) سره نږدې همکاري ضروري ده.»
هغه دا هم ویلي چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو له دلایلو څخه دي.
خو د روسیې تاس خبري آژانس د کرملین د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، دا مهال له طالبانو سره د لیدنې یا مستقیم تماس کوم پلان نه لري، خو مسکو غواړي له افغانستان سره اړیکې په بېلابېلو سطحو پراخې کړي.
د روسیې د ولسمشر ویاند، دیمتري پسکوف، د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې لا تر اوسه د پوتین او د طالبانو د مشرانو ترمنځ کومه لیدنه یا مستقیمه خبرې نه دي پلان شوې. نوموړي ټینګار وکړ چې اړیکې به د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې او په مختلفو سطحو کې روانې وي.