افغانستان

په غور کې اقتصادي ستونزې؛ اوسېدونکي یې وايي کاروبارونه له ودې پاتې دي

د غور ولایت یو شمېر کسب‌ګر وايي، چې د تېر کال پرتله د دوی کاروبارونه له ودې پاتې دي.

دوی همداراز ټینګار کوي، چې د خلکو اقتصادي کمزورتیا د دوی د کارونو د کم رنګه کېدو یو له عمده لاملونو څخه ده.

د ژرندې دغه څرخونه ورو ورو څرخېږي، څو یوه کورنۍ له دې لارې ځان ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

په غور کې د دغه ژرندې دا څرخونه ښایي په خپل ژوند کې د غنمو زیاتې کڅوړې لیدلې وي چې د ده تر څرخونو لاندې د اوړو په سپين پوډر بدلېږي، خو اوس وضعه د پخوا په شان نه ده.

د ژرندې څښتن عزت الله له لسو کلونو زیاته موده کېږي، چې په دې ژرنده کې د خلکو غنم اوړه کوي. دغه ژرنده‌ګر وایي، چې د خلکو بې وزلي د ده په کار او اقتصادي وضعې هم سیوری غوړولی او هغه پخوانۍ خونده یې نشته.

غور اوسېدونکی، عزت الله، وايي: «کارونه کم دي، په ورځ کې دوه یا درې بوجۍ غنم راځي، تر څو اوړه یې کړو. د خلکو اقتصادي وضعه خرابه ده، خلک زما خوا ته راځي او وايي چې له ما سره د اوړو لږه مرسته وکړه. په ورځ کې دوه تر درې سوه افغانۍ کار کوم او هغه پيسې هم بېرته تېل اخلم، چې یو لېټر تېل هم ۶۰ افغانۍ کېږي.»

د غور په یوه بله څنډه کې بیا د خوراکي توکو پلورنځي ته ورځو. دلته هم د ژرنده ګړي کیسه روانه ده. د دوکان څښتن د خلکو له کم عایده او د خپل کار او بار د کمزورتیا په اړه وایي.

د غور اوسېدونکی، غلام محمد، وايي: «له دې وضعیت سره زموږ اقتصادي ستونزې نورې هم ډېرېږي. زه د یوه کار په لټه کې یم. اوس د دې کلي د خلکو د استازي په توګه هڅه کوم، چې یوه موسسه له دې خلکو سره مرسته وکړي.»

د غور اوسېدونکی، رحمن، وايي: «که اقتصادي ستونزې نه وای، له هېواده به نه وو وتلي او د خلکو په هېوادونو کې به نه اوسېدلو. په نورو وطنونو کې هم اوس جګړه ده، که ښه اقتصاد مو درلودای، کډوالي ته به مو زړه نه ښه کاوه او هملتهد خپلې مېرمنې او اولادونو په څنګ کې به مو ژوند کاوه.»

له دې ټولو سره، د غور سیمه ییزې سرچینې امو ته وایي، چې اوس د غور خلک د کاري فرصتونو له کموالي سره مخ دي. برسېره پر دې، د هېواد په نورو سیمو کې هم خلک د کاري فرصتونو له کموالي سخت په تنګ راغلي او دوی له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو تمه لري، چې د افغانستان په سختو اقتصادي شرایطو کې افغانان له یاده و نه باسي.