امنیت

سرچینې: د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې لاریونونه د درېیمې ورځې لپاره روان دي

عکس از اعتراض‌های بدخشان

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او لاریونکوونکو ترمنځ د نښتې او کړکېچ، چې تر دې دمه پکې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه ۱۵ تنه، وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي، د درېیمې ورځې لپاره دوام لري.

د یادونې وړ ده چې په بدخشان کې د طالبانو والي هم له رسنیو سره د لاریونکوونکو او طالبانو ترمنځ د نښتو پخلی کړی دی.

سرچینې وایي چې لاریونکوونکو تر اوسه د خبرو اترو وړاندیز نه دی منلی.

دغه نښتې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د خاش اوسېدونکو د طالبانو د حضور او کړنو پر ضد لاریون وکړ او طالبانو د زور له لارې پر لاریونکوونکو بریدونه وکړل.

د خاش اوسېدونکو مخکې ویلي وو چې که دغه وضعیت دوام وکړي، دوی به د طالبانو اداري دفترونو ته اور واچوي.

له تېرې ورځې راهیسې، د بدخشان د خاش ولسوالۍ د طالبانو او اوسیدونکو ترمنځ د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر په نښتو کې د یوې ښځې په ګډون څه کم ۱۵ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰ نور اعتراض کوونکي ټپیان شوي دي.
په هغو انځورونو کې چې آمو ترلاسه کړي دي، لیدل کېږي چې د دې پیښې د یو ټپي کس پایواز طالبانو ته وايي هغه چمتو دی چې مړ شي ځکه چې د هغه لپاره هیڅ شی نه دی پاتې.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو خاش ولسوالۍ ته ټولې لارې تړلي دي او د خاش ولسوالۍ په اوسیدونکو باندې د سخت فشار په راوستلو سره، هڅه کوي چې خلک دې ته اړ کړي چې د کوکنارو د کښت د بندیز امر ومني او د بشپړې کلابندۍ له لارې لاریونونه ودروي.