سیاست

طالبانو په اروپا کې د افغانستان ډیپلوماټیکو استازولیو ته د لاسرسي لپاره له یوناما مرسته وغوښته

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر، امیرخان متقي، په افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له مشرې روزا اتونبایوا سره په لیدنه کې، له هغې غوښتي، چې په اروپایي هېوادونو کې د افغانستان ډیپلوماټیکو استازولیو ته د طالبانو لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.

دغه وزارت ویلي، چې د دې غوښتنې موخه په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته کونسلګرۍ خدمتونه وړاندې کول او د هغوی د بشري حقونو دفاع ده.

په همدې لیدنه کې متقي له اغلې اتونبایوا غوښتي، چې د یوناما راتلونکې راپورونه دې د هغه په وینا، د «اوسنیو واقعیتونو» پر بنسټ چمتو شي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، روزا اتونبایوا ویلي، چې ملګري ملتونه به د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتې شي او د بېرته راستانه شویو کډوالو د ستونزو هوارولو لپاره به هڅه وکړي چې د معیشت او کار فرصوتونه برابر شي.

طالبانو ادعا کړې چې د یوناما مشره ژمنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکي غونډه کې به د دوی پیغام نړۍ ته ورسوي.

یوناما تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د چنګاښ په دویمه نېټه د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه ترسره کړي.

د امنیت شورا د اجنډا له مخې، روزا اتونبایوا او یو افغان مدني فعال به دې غونډه کې خپل راپورونه وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې. د ښځو او نجونو پر بشري حقونو، په تېره د زده‌کړې حق، د نړیوالې ټولنې کلیدي غوښتنه ده؛ خو طالبانو په نږدې څلور کلونو کې پر ښځو بی‌ساری محدودیتونه لګولي دي.