افغانستان

ننګرهارۍ نجونې: ښوونځی مو ارمان دی! خو اوس اړ یو حرفوي زده کړې وکړو

ننګرهار کې په دې وروستیو کې نجونو ته د حرفوي زده کړو په برخه کې هڅې ګړندۍ شوې دي.

شکریه په جلال اباد ښار کې د خیاطۍ د یوه کوچني مرکز روزونکې ده.

هغه وایي شپږ کاله مخکې یې د ښوونځي د زده کړو ترڅنګ خیاطي هم زده کړې او اوس کولای شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره له دې لارې ښه خدمت وکړي.

نوموړې وایي، په دې مرکز کې ۱۵ نورې نجونې یې هم تر لاس لاندې خیاطي زده کوي او تر شپږ میاشتنۍ زده کړو وروسته د فراغت پرمهال ورته د دې مرکز له لوري اړوند وسایل هم ورکول کېږي.

هغه وایي: «ما شپږکاله مخکې د زده کړو ترڅنګ خیاطي هم زده کړه، هدف مې دا وو، چې که علمي ډګر خدای مکړه رانه پاتې کېږي نو زه به وکولای شم د حرفوي زده کړو په برخه کې هم د خپلې کورنۍ او هم د خپلې ټولنې خدمت وکړم.»

هغه وايي اوس چې ښوونځي تړلي نو نجونو ته ښه فرصت دی، چې خیاطي او یا نور هغه کسبونه زده کړي، چې نه سخت دي او نه هم سړی ډېر ستړی کوي.

نوموړې زیاتوي: «هو هر کسب سخت دی، باید نجونې په دې وخت کې درس ووايي، خو اوس څه وکړو تر بېکاره کېناستو دا کسبونه، چې سلمه دوزي ، خیاطي او یا نور دي زده کول ښه دي. هم کار.»

هغه وایي هیله مندې دي، چې ښوونځي به ژر پرانیستل شي او د دوی په څېر به سلګونه نجونې، چې د زده کړو هیلې لري، خپلې زده کړې وکړي.

شکریه د دا ډول کسبونو زده کړه هغو نجونو ته ډېره ګټوره بولي، چې له زده کړو سره دېره لېوالتیا نه لري.

په دغه مرکز کې د خیاطۍ پر زده کړو بوختې نجونې هم د ځان لپاره په اوسنیو حالاتو کې د کسب زده کړه ښه فرصت بولي او وایي په یادولو سره به یې په یادولو سره به يې په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ ستونزې تر ډېره بریده حل کړي.

دوی وایي: «موږ خوشحاله یو، چې دلته موږ خیاطي زده کوو، حد اقل که درسونه ونشي کسب به مو زده وي له دې لارې به کورنۍ وپالو او هېوادوالو ته به خدمت وکړو.»

دا مرکز د ننګرهار په کار او ټولنیزو چارو ریاست کې فعالیت کوي.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو رئیس فرید الله حقاني وایي، دوی ژمن دي، چې ښځو ته د کاري زمېنې برابرولو برخه کې لا ګړندي ګامونه پورته کړي.

نوموړی زیاتوي: «موږ الحمدالله په تېر یوه کال کې ۱۹۱۳ تنه په بېلابېلو برخو کې فارغ کړي، چې یوازې ۱۴۱۴ تنه يې ښځینه دي او نور پکې نارینه شامل دي. په دې کې ښځینه وو ته سلمه دوزي، خیاطي او د دوی اړوند نور کسبونه شامل دي.»

عام باورونه دا دي، که حاکم نظام نجونو ته د حرفوي زده کړو ترڅنګ د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې هم پرانېزې لرې نه ده، چې ډېر ژر به د سیالیو تر لوړ مقامه ورسېږو او په هېواد کې به د اقتصادي ستونزو روانه څپه کلکه څپېړه وخوري.