د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.
د دغې محکمې د خبرپاڼو، پر بنسټ، د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې، یوه ښځه او یو سړی له «کوره د تېښتې» او «زنا» په تور په ترتیب سره په ۳۳-۳۳ دورو وهل شوي دي.
د یوې بلې خبرپاڼې پر بنسټ، د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې، دوه تنه د «نامشروع اړيکو» په تور، په دورو وهل شوي دي.
دغه کسان هر یو په ترتیب ۳۰-۳۰ دورې وهل شوي دي او پر یو-یو کال بند محکوم شوي دي.
طالبانو په شاوخواه څلوېښتو ورځو کې د ښځو په ګډون له ۱۶۴ څخه زیات کسان په دورو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې له خوا د خپرو شویو راپورونو څخه د آمو موندنې ښیي چې په تیرو ۴۰ ورځو کې، طالبانو د کابل په ګډون د هیواد په اتلسو ولایتونو کې د ۲۰ ښځو په ګډون ۱۶۱ کسان په دورو وهلي دي.
هېوادوال او د بشري حقونو یو شمیر فعالانې د طالبانو په سخت چلند په نیوکې سره، د خلکو په وړاندې د طالبانو لخوا د خلکو په دورو وهل له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي.