کډوالي

ایران کې له افغان کډوالو سره زورزیاتی او د هغوی جبري شړل

له ایران څخه د هېواد د کډوالو د جبري ایستلو د پروسې د کیسو په دوام کې، ځینې راستنېدونکي وايي چې په ځینو مواردو کې د ایران پولیسو حتی د دوی پاسپورټونه شلولي دي.

دوی همداراز ټینګار کوي چې د ایران پولیس په جبري توګه هغه کډوال هم باسي چې د کډوالۍ قانوني اسناد لري. په دې راپور له ایران څخه د هیواد د کډوالو د جبري ایستلو د پروسې په اړه د ځینو راستنیدونکو کیسې بیان شوې.

دلته، هر یو د کډوالۍ د درد نښه لري. د دې سوځېدونکو دښتو په زړه کې په زرګونو ناویل شوي کیسې پرتې دي. د هغو کډوالو کیسې چې له ایران څخه په جبري توګه ایستل شوي دي. د درد او غم کیسې.

په دوام کې، موږ د هغه موټر پر لور ورځو چې له دې سرحدي برخې څخه د هیواد ښاري سیمو ته د راستنیدونکو کډوالو یوه ډله لیږدوي. دلته، لارې بېلابېلې دي، خو کیسې یې ورته او دردونه ګډ دي.

له ایران راستون شوی کډوال، عارف، وايي: «دوی په ایران کې له موږ څخه پیسې اخلي، وايي چې تاسو باید موږ ته پیسې راکړئ ځکه چې موږ تاسو ته د کار کولو اجازه درکړې ده، هیڅوک زموږ خبره نه اوري.»

له ایران راستون شوی کډوال، قاسم، وايي: «موږ چې هر دفتر ته مراجعه کړې او ومو ویل چې موږ په قانوني ډول راغلي یو، دوی موږ ته وايي چې تاسو د منلو وړ نه یاست.»

په ورته مهال، د هیواد له کډوالو سره د ایراني پولیسو د چلند په اړه جدي نیوکې هم زیاتې شوې دي.

له ایران راستون شوی کډوال، ناصر، وايي: «موږ چې څومره پیسې درلودې، له موږ څخه یې واخیستلې قانون او عدالت نشته، تر دې ځایه مو په سختۍ ځان رسولی دی.»

له ایران راستون شوی کډوال، رفیع الله، وايي: «څه ووایم وروره، موږ ته یې لا تر اوسه پیسې نه دي راکړي، موږ یې له شرکت څخه ایستلي یو.»

په دې وروستیو ورځو کې، ایران د هېواد د کډوالو د جبري ایستلو پروسه په بې ساري ډول ګړندۍ کړې ده، او د نړیوالو کډوالو او بشري حقونو سازمانونو لخوا د دې پروسې د بندولو لپاره د جدي او دوامداره غوښتنو سره سره، ایران لاهم په جبري توګه د کډوالو ایستلو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې، د کډوالو د حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې بیرته راستانه شوي کډوال له جدي اقتصادي ننګونو او روغتیایي خدمتونو ته د بشپړ لاسرسي نشتوالي، او همدارنګه د کاري فرصتونو له نشتوالي سره مخ دي.