په بلخ ولایت کې د لسګونو کسانو ترمنځ، د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.
د سنوکر لوبې ۵۴ لوبغاړو په مزار شریف ښار کې د یوې اونۍ لپاره له یو بل سره سیالي وکړه، چې په پایله کې احمد فهیم عزیز د دې پړاو سیالیو اتل شو.
په وروستي لوبه کې، ښاغلی فهیم له مرتضی منصور سره مخ شو، خو احمد فهیم عزیز خپل سیال، پنځه د یو پر وړاندې په ګونډو کړ او د سنوکر سیالیو اتلولي یې وګټله.