افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې دوه پر درېیمه برخه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې له هر درېیو کورنیو څخه دوه کورنۍ نشي کولای د خوړو له اړخه خپلې ورځنۍ اړتیاوې په کافي توګه پوره کړي.

دا اداره وايي، په افغانستان کې د بشري او خوړو اړوند مرستو ته اړتیا لا هم «جدي» ده او کورنۍ د خوړو د اخیستلو د لګښتونو توان نه لري.

خو د خوړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې ۱۰ میلیونه ښځو او ماشومانو ته د ژوند ژغورنې خوړو مرستې رسولې دي.

دغه اداره په اکس (پخوانی ټویټر) لیکلي، چې ښځې او ماشومان د خوړو له نه‌امنیت څخه تر ټولو زیات زیان لیدلي دي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د دوی فعالیتونه د افغانستان د ډېرو خلکو د ژغورلو یوازینۍ هیله او لاره ده.