کډوالي

په یوه ورځ کې له ۵‌زرو زیاتې کډوالې کورنۍ راستنې شوي دي

له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو انځور.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو او اسلام کلا له لارې له پنځو زرو زیات افغانې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۲۶، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۱۳۰ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳ زره ۸۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په دې ورځو کې، افغانستان ته اسلام قلعه له ایران څخه د زرګونو کډوالو د بیرته راستنیدو شاهده ده؛. ډیری کډوال غمجن او زړونه یې ډک دي. ځینې یې په دې خفه دي چې په دوی د اسراییل او ایران جګړه کې د خیانت تور پورې شوی دی، او ځینې یې د هغو سپکو الفاظو له امله خفه دي چې اوریدلي یې دي.

یو شمېر هغه کډوال چې په دې وروستیو کې له ایران څخه ایستل شوي دي وايي چې د دوی د کورنۍ نیمایي غړي د پولې بلې غاړې ته پاتې دي.

دوی ټینګار کوي چې له مخکینۍ خبرتیا پرته له کار ځایونو څخه نیول شوي او افغانستان ته ایستل شوي دي. یو شمېر کډوال وايي چې دوی د ایستلو پروسې په بهیر کې له زور زیاتي، ځورونې او سپکاوي سره مخ شوي دي.