کډوالي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: هڅه کوو له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو مستقیم توافق ته ورسېږو

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت ویلي، که څه هم هېواد یې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني او له هغوی سره هیڅ ډول ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو هڅه کوي له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو لپاره مستقیم توافق ترلاسه کړي.

ښاغلي دوبرینت، چې د محافظه‌کارې «مسیحي سوسیالي اتحادیې» د مشرانو له ډلې دی، له «فوکس» مجلې سره په مرکه کې ویلي: «زما نظر دا دی چې موږ باید له افغانستان سره مستقیم توافق ته ورسېږو، ترڅو د کډوالو ستنیدو ته زمینه برابره شي.»

هغه زیاته کړې چې دا مهال جرمني لا هم د دې ډول خبرو لپاره د درېیمو اړخونو له همکارۍ پرته نه‌شي کولی، خو ټینګار یې کړی چې دا وضعیت باید دایمي نه وي او باید یوه مستقیمه لاره پیدا شي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ کې پر افغانستان واکمن شول، جرمني د کډوالو د ایستلو لړۍ درولې وه.

خو تېر کال، برلین د خپلو سیمه‌ییزو کلیدي شریکانو په همکارۍ د هغو افغان کډوالو ایستل بېرته پیل کړ چې جرمونو کې ښکېل بلل شوي.

د دغو څرګندونو هم‌مهاله، په جرمني کې د ښي‌ اړخو او محافظه‌کارو ګوندونو له لوري د کډوالو د ایستلو لپاره سیاسي فشارونه زیات شوي دي.

فریدریش مرتس، د آلمان صدراعظم او د مسیحي دموکرات ګوند مشر، له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې افغان او سوریایي کډوالو به بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږدوي او د نویو پناه‌ غوښتونکو منل او د کورنیو یوځای کېدو به محدود کړي.

دوبرینت په دې مرکه کې دا هم ویلي چې جرمني له سوریې سره هم تماس نیولی، څو د سوریایي محکوم شویو کډوالو د ایستلو لپاره توافق ترلاسه کړي. دا هېواد اوس وروسته له هغه چې بشارالاسد د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې له واکه لیرې شو، د یو اسلامي ډلې له خوا اداره کېږي.

د جرمني د فدرالي کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۷۶٬۷۶۵ سوریایانو او ۳۴٬۱۴۹ افغانانو د پناه غوښتنې ثبت کړې ده. دا دواړه ډلې د جرمني د پناه غوښتونکو تر ټولو سترې ډلې جوړوي.