سوداګري

په پاکستان کې پر درملو د مالیاتو زیاتوالي د افغانستان پر بازار منفي اغېز کړی

بزنس ریکارډ راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت لخوا په صادراتو باندې د ٢ سلنه مالیې لګولو په وروستیو کې د پاکستان د درملو صنعت کې اندېښنې راپورته کړي دي.

دغه خپرونه په دې باور ده چې دغه اضافي مالیه به د پاکستاني محصولاتو په ځانګړي ډول د افغانستان په مهم بازار کې د سیالۍ پر وړتیا منفي اغېز وکړي.

د دغه راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه اقدام به افغانستان ته د پاکستان د صادراتو نازک حالت چې د دغه هېواد د درملو د تولید یو مهم منزل شمېرل کېږي، د خرابېدو ګواښ کوي.

د پاکستان ٢٠٢٤کال درملو جوړونې غونډه  کې، ماهرین په دې صنعت کې د ودې د لارې ټاکلو په موخه سره راټول شوي دي.

د پاکستان د درمل جوړونکو اتحادیې د پخواني رٸیس په وینا، دا مالیه په حقیقت کې د تعرفې په توګه کار کوي، چې د پاکستاني توکي قيمتونه د خپلو سیالانو هند او چین په پرتله ډیر لوړوي.

دغه پاکستاني چارواکي ټینګار وکړ: «دا مالیه د سوداګرو لپاره اضافي مالي بوج رامنځته کوي او پاکستاني محصولات د افغان پیرودونکو لپاره لږ زړه راښکونکي کوي.»

ډیر احتمال شته، چې دوی به د ارزانه بدیلونو لپاره نورو هېوادونو ته مخه کړي.«هغه زیاته کړه چې دا به د پاکستان د صادراتي توکو کمیدو لپاره د پام وړ زیان لامل شي.»

د یادولو وړ ده چې پاکستان له تاریخي پلوه له افغانستان سره پیاوړې سوداګریزې اړیکې لري او دغه هېواد ته د وریجو، درملو او سبزیجاتو غوړي صادروي.

په همدې حال کې، صادرات په وروستیو کلونو کې د چټک کمښت سره مخ شوي، په ٢٠١٧ کې د ٢ ميلیارد ډالرو څخه په ٢٠٢٣ کې یوازې ٩٦٩ ميلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

سیاسي بې ثباتي، اقتصادي ننګونې او له ګاونډیو هېوادونو سره د سیالۍ زیاتوالي په ګډون بېلابېل عوامل د دغه کمښت لامل شوي دي.

درمل افغانستان ته د پاکستان د صادراتو یوه له مهمو برخو څخه ده او یوازې په ۲۰۲۳ کال کې یې دغه هېواد ته د ۱۱۲،۸ میلیونه ډالرو صادرات کړي دي.

افغانستان چې د پام وړ کورني درمل نه لري، د درملو پر وارداتو ډېر تکیه لري.

په تیرو پنځو کلونو کې، دا هیواد د پاکستان د درملو ترټولو لوی صادراتي بازار دی او په دې برخه کې د هیواد د صادراتو ٣٠٪ څخه ډیر عاید لري.