سوداګري

طالبانو له ازبیکستان سره د برېښنا څلور پروژې لاسلیک کړې

طالبانو نن یکشنبه په کابل کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال له ازبیکستان سره د شاوخوا ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د لېږد او وېش د څلورو پروژو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون د طالبانو د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د ازبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزامحمدوف په شتون کې د افغانستان د دولتي رسنیو او معلوماتو په مرکز کې لاسلیک شو.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې پروژو کې د ۵۰۰ کیلوولټه سرخان–دشت الوان د برېښنا د لېږد مزي جوړول چې د ۱۰۰۰ مېګاواټه وړتیا لري، د ارغندې سب‌سټېشن پراختیا د ۸۰۰ مېګاواټه امپیر په ظرفیت، د ۲۲۰ کیلوولټه کابل–شیخ مصري د برېښنا د لېږد مزي جوړول، او په ننګرهار کې د شیخ مصري سب‌سټېشن جوړول چې د ۱۲۶ مېګاواټه امپیر وړتیا لري، شامل دي.

طالبانو ویلي چې د ازبیکستان په شاوخوا ۲۴۳ میلیونه ډالرو پانګونې سره تمه ده چې له دغو پروژو وروسته افغانستان هر کال ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا له دغه هېواد ترلاسه کړي.

د طالبانو په وینا، دا پروژې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ډېره برخه اړتیا وړ برېښنا له وارداتو پوره کېږي. احصائیې ښيي چې یوازې ۴۰ سلنه وګړي د برېښنا انرژۍ ته لاسرسی لري.