سوداګري

ملګري ملتونه: افغانې ښځې له ستونزو سره سره د خوړو په تولید کې مهم رول لري

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي چې د افغانستان ښځې، له ګڼو ستونزو او ننګونو سره سره، د خوړو د تولید په زړه کې ځای لري.

دغه اداره زیاتوي؛ چې د خپلو کارکوونکو له لارې د ښځینه کروندګرو د مالي خپلواکۍ، دوی ته د کار د زمینې برابرولو او ملاتړ لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کوي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د افغانستان نږدې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام وایي، چې د جاپان په مالي مرسته ېې په افغانستان کې، له یو زر او سلو څخه ډېر د اوبو لګولو کانالونه، جوړ کړي او بیارغولې دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې پر خپلې ټولنیزې اېکس پاڼې لیکلي چې د دغو کانالونو له لارې؛ ۶۶۴ زره کورنۍ ګټه اخلي او له ۲۶۵ زره هکتاره زیاتې ځمکې خړوبوي. دغه راز ویل شوي، چې له دې کار سره، ۱۱۲ زره هکتاره ځمکې د سېلابونو پر وړاندې هم خوندي شوي دي.