په ملګرو ملتونو کې د امریکا ستازې، ډوروټي کمېل شي، وايي، هغه کس چې په افغانستان کې د ابې ګېټ «ترهګریز برید» مسؤل بلل کېږي، د متحده ایالتونو په توقیف کې دی.
هغې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلي، چې امریکا د داعش او القاعده د دوامدارو فعالیتونو او د هغوی د ساحوي پراختیاوو په اړه ژورې اندېښنې لري.
اغلې شي زیاته کړې: «موږ د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې په نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد عملیاتو ته زور ورکړی دی، چې د داعش او القاعده مشرتابه، زېربناوې او مالي شبکې مو هدف ګرځولي دي. له پام وړ بریاوو څخه یوه دا ده چې په سومالیا، عراق او سوریه کې د داعش د لوړپوړو برید تنظیموونکي وژل شوي، او هغه کس چې په افغانستان کې د ابې ګېټ ترهګریز برید مسؤل بلل کېږي، د امریکا په توقیف کې دی.»
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د تېر کال په کب میاشتې کې د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، هغه کس چې د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د وتلو پر مهال د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژنې عامل و، د پاکستان په مرسته نیول شوی او د محاکمې لپاره امریکا ته لېږدول کېږي.
ټرمپ وویل: «خوښ یم چې اعلان کوم، موږ یو لوړپوړی ترهګر نیولی دی چې د هغه بېرحمۍ مسؤل و، او هغه اوس امریکا ته پر لاره دی څو د امریکايي عدالت د تېغ سره مخامخ شي.»
ډونالډ ټرمپ په خپله وینا کې له پاکستان څخه د دغه کس د نیولو په برخه کې د مرستې لپاره مننه وکړه.
