د قزاقستان لومړي وزیر، اولژاس بکتنوف، له د اوراسیا اقتصادي اتحادیې څخه غوښتي چې د «افغان-ټرانس» د اورګاډي پروژه، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته ځمکنی تجارتي دهلېز دی، ادغام کړي.
د «ټاس» خبري اژانس د راپور له مخې، هغه دا غوښتنه د اوراسیا د بینالدولتي شورا په غونډه کې مطرح کړې او ټینګار یې کړی چې د شمال ـ جنوب د نړیوال ترانزیټ دهلېز اهمیت هر کال په زیاتېدو دی.
هغه په غونډه کې ویلي دي: «اوراسیا اقتصادي اتحادیه باید بدیل د ترانسپورت لارې رامنځته کړي او د اورګاډي هغه پروژه چې د افغانستان له لارې پاکستان ته ځي، ادغام کړي.»
د قزاقستان لومړي وزیر زیاته کړې چې اړینه ده د بدیلو لارو موضوع وڅېړل شي، څو داسې لارې وي چې د سیمې ټول هېوادونه پرې لېوالتیا ولري. په دې تړاو یې د تورغنډۍ ـ هرات د اورګاډي پروژې ته اشاره کړې چې کولی شي تر ۱۰ میلیونه ټنه پورې بار د پاکستان د کراچۍ بندر ته انتقال کړي، او همدارنګه نورې سترې پروژې په افغانستان کې.
اولژاس بکتنوف ویلي: «موږ وړاندیز کوو چې د دې ډېر هیله بښوونکي ترانزیټي دهلېز د عضوي ادغام موضوع د اوراسیا د موجودو لارو په سیستم کې وڅېړل شي.»
هغه په دې ټینګار کړی چې د اوراسیا اقتصادي اتحادیې غړي هېوادونه «د ترانسپورت له اساسي شریانونو سره لاسرسی لري» او زیاته کړې چې د شمال ـ جنوب د نړیوال ترانزیټ دهلېز اهمیت هر کال په زیاتېدو دی او د ټرانس خزر نړیوالې لارې ظرفیتونه هم پراخېږي.
