د طالبانو د رئيسالوزرا اقتصادي مرستيال دفتر وايي، چې د افغانستان د اوړو ۶۰ سلنه اړتياوې اوس مهال د هېواد په دننه کې تولیدیږي.
د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې، افغانستان هر کال شاوخوا ۶ ميليونه ټنه اوړو ته اړتيا لري، چې له دې ډلې څخه ۳.۵ ميليونه ټنه يې په کور دننه توليديږي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۰۰ د اوړو فابريکې فعاليت لري، چې يو ميليون ټنه اوړه توليدوي او پاتې برخه د سیمهييزو ژرندو له خوا برابريږي.
طالبان وايي، چې په دغو فابريکو کې شاوخوا ۱۵۰ ميليونه ډالره پانګونه شوې ده.
د هغوی په وينا، په دغو فابريکو کې ۲۵۰۰ کسان په کار بوخت دي او هممهاله طالبان زياتوي، چې د اوړو د سکتور د «پياوړتيا او ملاتړ» لپاره يې د غنمو د وارداتو ګمرکي تعرفه راکمه کړې ده.
