امنیت

چین: د ترهګرۍ پر وړاند د طالبانو له مبارزې څخه ملاتړ کوو

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د کابل په سفر کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د پرمختګ او ثبات د ملاتړ ټینګار یې کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماؤ نینګ نن پنجشنبه په یوه خبري ناسته کې وویل چې وانګ يي په کابل کې د طالبانو د رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدنې او خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې وانګ يي د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږم درې‌جانبه خبرو کې هم ګډون کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا، پکن ټول هېوادونه برابر ګڼي او افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ او هوساینې حق لري.

هغې وویل: «موږ د افغانستان د خلکو پر انتخاب درناوی لرو او د دې هېواد د حکومت ملاتړ کوو چې په محتاطانه مدیریت، پر پرمختګ تمرکز، د ترهګرۍ ضد مبارزه او له ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو د پراخولو لپاره کار کوي.»

چین اعلان کړی چې د چین، افغانستان او پاکستان درې‌جانبه خبرې چې په ۲۰۲۲ کال کې بیا پیل شوې، مثبتې پایلې لرلې دي او دا هېواد تیار دی د متقابل باور د پیاوړتیا او د اوږدمهاله ثبات د پراختیا لپاره سیمه‌ییزې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ماؤ نینګ ټینګار وکړ چې پکن د افغانستان او پاکستان له هڅو ملاتړ کوي څو د خبرو له لارې خپل اختلافات مدیریت کړي او د درې‌جانبه پایدارې همکارۍ لپاره کار وکړي.

هغې زیاته کړه چې درې واړه هېوادونه پر دې سلا شوي چې د دې خبرو له ظرفیتونو څخه ګټه واخلي او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پیاوړې کړي څو په سیمه کې سوله، پرمختګ او هوساینه نوره هم پراخه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د طالبانو د رسمي پېژندلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «چین د افغانستان د ټولو خلکو پر وړاندې د دوستانه بهرنۍ تګلارې ژمن دی او موږ تیار یو له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړو.»

شپږمه درې‌اړخیزه غونډه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق دار، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تر منځ ترسره شوې چې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو یې تمرکز درلود.

د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن (چهارشنبه، د زمري ۲۹مه) په ایکس کې لیکلي: «په دې غونډه کې درې واړو لورو ګډې هڅې د ترهګرۍ پر وړاندې د پیاوړتیا لپاره ژمنې وکړې.»

د صادق په وینا، دوی همدارنګه پر دې ژمن پاتې شول چې په سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه‌ییز پرمختګ، روغتیا، زده‌کړو، کلتور، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د افغانستان پر لور د غځولو په برخو کې خپلې همکارۍ ژورې کړي.

همدارنګه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې د تېرو ناستو پرېکړې وکتل شوې او د درې واړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې وویل: «په سیمه کې د بېلابېلو همکاریو د پراختیا لپاره فرصتونه رامنځته شوي او موږ باور لرو چې کولای شو له دې فرصتونو د خپلو هېوادونو په ګټه کار واخلو.»