ښځې

د ملالې بنسټ د افغان نجونو د زده‌کړه او حقونو د ملاتړ لپاره له درې میلیونو ډالرو ډېره مرسته اعلان کړه

د ښځو او نجونو د حقونو فعاله او او نوبل جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزی

د ملالې بنسټ اعلان کړی چې افغان نجونو ته د زده‌کړو د لاسرسي او د «جنسیتي اپارتاید» پر ضد د مبارزې لپاره یې ۳.۲۶ میلیونه ډالر مرستې ځانګړې کړې دي.

دغه مرستې په داسې وخت کې ورکول کېږي چې افغان نجونې په پرله‌پسې څلورم کال کې هم له منځني ښوونځي څخه محرومې پاتې دي.

د یاد بنسټ د چارواکو په وینا، دا مالي مرستې به هغو نوښتونو ته ورکړل شي چې د افغانانو تر مشرتابه لاندې پرمخ ځي، څو بدیل تعلیمي پروګرامونه جوړ شي، د ښځو مشرتابه ته ملاتړ برابر شي او د «جنسیتي بېلوالي» د «بشریت ضد جنایت» په توګه د پېژندلو لپاره حقوقي او سیاسي هڅې غښتلې شي.

د دې پروګرام له مخې، د ملالې بنسټ نوي شریکان د انلاین او مخامخ زده‌کړو له لارې د افغانستان دننه له لسو زرو څخه ډېرو نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابروي.

ملالې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې هم ویلي چې د طالبانو د ځواب ویلو لپاره به حقوقي او نړیوالې هڅې روانې وساتي او د هېوادونو ملاتړ به جلب کړي څو د جنسیتي بېلوالي د بشري حقونو د سترې سرغړونې په توګه د رسمي پېژندلو لپاره کار وشي.

دا پروګرام د ملالې بنسټ د پنځه کلنې تګلارې یوه برخه ده، چې پر بنسټ یې په ټوله نړۍ کې ۵۰ میلیونه ډالر د نجونو د زده‌کړې ملاتړ ته ځانګړېږي.

د بنسټ د چارواکو په وینا، افغانستان د هغه هېواد په توګه چې «په کې د زده‌کړې تر ټولو ستره سرغړونه روانه ده»، د دې تګلارې له اساسي محورونو څخه دی.

د خبرپاڼې له مخې، د لسو زرو نجونو لپاره د انلاین ټولګیو له لارې د منځني ښوونځي د زده‌کړې برابرول، د ډیجېټلي مهارتونو او نړیوالو بااعتباره سندونو ورکول، د فعالانو او حقوقي کارپوهانو ملاتړ، د ښځو د حقونو د مدافعانو پیاوړتیا، د جنسیتي بېلوالي پر ضد نړیوالو هڅو همغږي، د ښځو او نجونو د وضعیت د راپور ورکولو ځواکمنول، د سرغړونو مستندول، او له نورو شریکانو لکه د بشري حقونو له سازمانونو، پوهنتونونو او نړیوالو شبکو سره ګډ کار د دې پروګرام مهمې برخې دي.

ملالې بنسټ ټینګار کړی چې د دغو مرستو موخه یوازې د افغان نجونو د زده‌کړو محرومیت جبران نه دی، بلکې د عدالت او د «جنسیتي توپیر» د ختمېدو لپاره د یوه دوامدار غورځنګ جوړول دي.