ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، عاصم افتخار احمد، د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې داعش شاوخوا دوه زره جنګیالي لري او دا د پاکستان لپاره جدي ګواښ دی.
هغه همداراز وویل چې پاکستاني طالبان (ټيټيپي) هم په افغانستان کې شاوخوا شپږ زره جنګیالي لري او د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې د ترهګرۍ پېښې او له دې څخه رامنځته شوي خطرات د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.»
د هغه په وینا، که څه هم طالبانو له داعش-خراسان سره جګړه کړې، خو د نورو «ترهګرې ډلو» لکه د پاکستان تحریک طالبان او بلوڅ غورځنګ ډلې چې په هغو برخو کې پناه اخیستې چې د افغانستان له کنټرول څخه بهر دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان حضور په افغانستان کې رد کړی، خو د پاکستان حکومت تل ویلي چې د دې ډلې د حضور په اړه شواهد لري.
د پاکستان استازي ویلي، چې مستند شواهد شتون لري چې ښيي د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅ ازادۍ ځواک او «بریګاد مجید» په ګډه فعالیتونه ترسره کړي.
