ښځې

معترضې ميرمنې: ملګري ملتونه دې د دوحې د غونډې په اجنډا کې د بشري حقونو موضوع ځاى کړي

په افغانستان کې یو شمېر ښځو او نجونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دوحې د غونډې په اجنډا کې د بشري حقونو موضوعات او د ښځو او نجونو ستونزې ځاى کړي.

دوی وايي چې په دې غونډه کې باید هېوادونه هڅه وکړي چې طالبان اړ کړي؛ څو بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه او ازاديو ته درناوى وکړي.

که څه هم د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې غونډې ته ۲۹ ورځې پاتې دي؛ خو دا لاهم څرګنده نه ده چې د بشري حقونو موضوعات به د دې غونډې په اجنډا کې ځاى پرځاى شي او که نه.

سرچینې وايي، چې دغې غونډې ته د ښځینه استازو په ګډون د مدني ټولنې د استازو د رابللو پرېکړه لا وروستۍ شوې نه ده.

د افغانستان معترضوښځو (جنبش خودجوش زنان معترض  افغانستان) غورځنګ په یوه اووه ماده ییزه اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې دغې غونډې ته د معترضو ميرمنو استازي ور وبلي.

د دې غورځنګ په وینا، د هرې غونډې پایله چې د طالبانو مخالفې څېرې پکې نه وي، د افغانانو په ګټه به نه وي.

دغو مېرمنو وویل: «موږ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلی کوو. په دې غونډه کې به هغه لاريون کوونکې ښځې هم رابلل شي چې له دریو کلونو راهیسې یې د مبارزې  سنګر نيولى او هیله لرو چې دا غونډه به د دوحې د تیرو غونډو په څیر طالبانو ته په ګټه نه وي. ملګري ملتونه باید د یوې بې پرې بنسټ او د ملتونو د مدافع په توګه عمل وکړي. موږ په داسې حکومت باور لرو چې مشر یې د خلکو له منځه او د خلکو په رایو ټاکل ،شوى وي. د ښځو او لږه کيو حقونه باید د نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ په پام کې ونیول شي او په داسې غونډو کې د طالبانو د مخالفو څېرو نه شتون د افغانانو په ګټه نه دی.»

په افغانستان کې نجونې او ښځې تمه لري چې په دې غونډه کې به د دوی ستونزو چې زده کړې، تحصيل  او کار په برخه کې لري خبرې وشي او دغه محدودیتونه به لیرې شي.

د ډیپلوماتیکو سرچینو په باور، د دوحې د غونډې وروستۍ اجنډا لا څرګنده نه ده؛ خو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان له ملګرو ملتونو تمه لري چې د دې غونډې په اجنډا کې د بشري حقونو موضوع ځاى پرځاى کړي.

ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع نفي شوې او یا هم ښايي دا موضوع وځنډول شي.

د يادو سرچینو په باور، تر اوسه هم د دې غونډې په اجنډا کې د بشري حقونو موضوع  ځاى پرځاى شوې نه ده.