د چيبويکه په نوم یو نایجیریايی هنرمند د نوشابو له غورځول شويو قوطۍ ګانو څخه د خلکو عکسونه جوړوي.
چيبويکه له خپلې انا سره ژوند کوي او له هغې يې اوبدل زده کړي.
هغې پوهنتون ته له تللو وروسته د چاپېريال ساتنې په اړه ډېره پوهه ترلاسه کړه او د اوبدلو په هنر سره المونيمي قوطۍ ګانې د يو بل ترڅنګ اوبي او انځور ترې جوړوي.
چيبويکه وايي: “له صنعتي فعالیتونو نيولې د انسان فردي فعالیتونو پورې، کثافات هره ورځ تولیدیږي او پرته له دې چې په طبیعي سیسټم او چاپیریال د هغې د اغیزو په اړه فکر وشي لېرې غورځول کیږي. له همدې امله ما د دې کثافاتو د راټولولو او ارزښت ورکولو لار غوره کړه، چې زه یې نوي کارول بولم.”
المونیم له چاپیریال سره يو له مطابقت کوونکو فلزاتو څخه دي او د هغې د بیا ځلي کارونې امکان شونی دی.
چيبويکه لومړی له کثافاتو څخه راټولې شوې قوطۍ ګانې مېکروب ضد کوي او بیا یې په ځانګړو ټوټو پرې کوي او په پای کې یې د سيم په واسطه له يو بل سره اوبي څو هغه انځور چې نوموړی يې غواړي، جوړ کړي.
هغه د هر انځور د جوړولو لپاره له ۲۰۰ تر ۱۰۰۰ قوطۍ ګانو څخه کار اخلي او تر زرو ډالرو پورې يې پلوري.