د جمعې په ورځ د هندي روپۍ ارزښت د امریکایي ډالر په مقابل کې د تاریخ تر ټولو ټیټې کچې ته راغلی او له ۹۴ روپیو واوښت
د دې بې ساري کمښت اصلي لامل په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله د انرژۍ د رسولو بحران او د هغو هېوادونو پر اقتصاد د فشار زیاتېدل دي چې تېل له بهر څخه واردوي
د راپور له مخې، یو ډالر ۹۴.۱۵ هندي روپیو ته ورسېد، چې دا د روانې اوونۍ له پخواني ریکارډ (۹۳.۹۸) څخه هم واوښت، د تېرې میاشتې په پای کې د جګړې له پیل راهیسې، هندي روپۍ خپل ۳.۵ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی
د انرژۍ د اوږدمهاله بحران ګواښ د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو پورته ساتلي، چې دې چارې نړیوال بازارونه لړزولي او د پانګونې کچه یې ټیټه کړې ده
اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې د جګړې له امله د تېلو قېمتي کېدل به په هند کې انفلاسیون (ګراني) نوره هم زیاته کړي، چې ښایي د هند مرکزي بانک مجبور کړي ترڅو په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سود نرخونه لوړ کړي
سره له دې چې د جګړې د پای ته رسېدو هڅې روانې دي، خو د “برنسټین” (Bernstein) په څېر مالي بنسټونه اټکل کوي چې هندي روپۍ ښایي سږ کال د یو ډالر په مقابل کې ۹۸ روپیو ته هم ورسېږي دا حالت به په سیمه کې د تېلو او نورو وارداتي توکو بیې لا پسې لوړې کړي
