کډوالي

د امریکا د مهاجرت ادارې د فدرالي محکمې په امر د کیسونو پر ځنډولو لګول شوی بندیز لغوه کړ

انځور له ارشیف څخه

د دغه نوي تصمیم پر بنسټ، د افغانستان او ایران په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو د مېشتېدو، کاري اجازې او تابعیت د دوسیو څېړنه په سمدستي ډول بېرته پیل شوه.

د متحده ایالاتو د اتباعو او مهاجرت خدماتو ادارې (USCIS) په یوه نوې اعلامیه کې ویلي، چې د فدرالي محکمې د وروستي حکم په منلو سره یې د کډوالو د دوسیو پر څېړلو لګول شوی ځنډ لغوه کړی او سر له نن څخه په ټولې امریکا کې د دغو دوسیو څېړنه بېرته پیلوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان او ایران په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو د ځینو مهمو مهاجرتي دوسیو «ځنډول او ودرول» له نن څخه په بشپړ ډول باطل دي او له دې وروسته باید دغه دوسیې داسې وڅېړل شي چې ګواکې هېڅکله په‌کې ځنډ نه و راغلی.

څه موده وړاندې، د ګڼو شکایتونو له امله د روډ ایلنډ ایالت د فدرالي محکمې قاضي اعلان وکړ چې د کډوالو د دوسیو ودرول او په بلاتکلیفۍ کې ساتل غیرقانوني چاره ده او امر یې وکړ چې د دوسیو څېړنه باید سمدستي له سره پیل شي.

د دوسیو په دغه بیاپیلېدو کې د هغو کډوالو لپاره د ګرین کارټ (ایډجیسټمنټ اف سټېټس)، پاسپورت، تابعیت او د کار د اجازې (ورک پرمېټ) غوښتنلیکونه شامل دي چې دمګړۍ په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

خو له بلې خوا، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پخواني اجرایوي فرمانونه چې امریکا ته د سفر پر ممانعت، د ویزو پر محدودیت او د دغو ۳۹ هېوادونو د وګړو پر ورتګ لګول شوي وو، لا هم پر خپل ځای پاتې او د پلي کېدو په حال کې دي.

د امریکا د مهاجرت ادارې په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، که څه هم دوی د محکمې له دغې پرېکړې سره موافق نه دي، خو د بلې پرېکړې تر وخته ځان د قانون پلي کولو ته مکلف ګڼي او دا د تعلیق ابطال په سمدستي ډول په ټول هېواد کې پلي کوي.

د یادونې وړ ده چې د کډوالو د دوسیو د څېړلو دغه بهیر د ټرمپ د ۱۰۹۴۹ شمېرې فرمان پر بنسټ میاشتې وړاندې د ملي امنیت او د ترهګرۍ د مخنیوي په پلمه ځنډول شوی و، چې اوس یې د محکمې لخوا مخه ونیول شوه.