د چین په سویل او مرکزي برخو کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو سختو بارانونو او مرګونو سیلابونو لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي، ښوونځي او سوداګریز مرکزونه یې تړلي او د برېښنا سیسټم او ترانسپورت یې ګډوډ کړی دی.
د چین د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د جیانګشي، هوبي، هونان او ګوانګشي په ګډون ګڼ ولایتونه د غره د ښوېدنې او سختو ښاري سیلابونو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د دولتي تلوېزیون (CCTV) د راپور له مخې، په ګوانګشي سیمه کې د ۱۵ سپرلۍ لرونکي موټر د سیند په سېلابونو کې د پرېوتو له امله ۶ تنه مړه شوي دي.
دغه راز په هوبي ولایت کې د سختو سیلابونو له امله ۳ تنه او په هونان ولایت کې یو تن بل خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکو په اغېزمنو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی او د خلکو ژغورنه او خوندي ځایونو ته لېږدونه په چټکۍ سره دوام لري.
د چینایي کارپوهانو په وینا، دا ځل د باران ساحه خورا پراخه او د ۱۰۰۰ کیلومتره په اوږدوالي وه، چې د بحر د تودو اوبو او د ورېځو د ورو حرکت له امله یې کچه په بې ساري ډول لوړه وه.
هممهاله په ګوانګشي کې تېره ورځ د ۵.۲ درجې زلزلې له امله هم سختې ټکانونه رامنځته شوي چې تر اوسه د بارانونو او زلزلې له امله له ۱۱ زرو څخه زیات خلک خوندي کمپونو ته لېږدول شوي دي.
