کډوالي

د پاکستان له زندانونو تر ۷۵۰ زیات افغان کډوال ازاد شول

انځور- د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت څخه

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۷۶۳ تنه افغان کډوال راخوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه افغانان په پاکستان کې د «اوسېدو د قانوني اسنادو د نشتوالي» له امله د دغه هېواد د پولیسو لخوا په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي وو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له دغو راخوشې شویو کسانو څخه ۲۳۰ تنه د ننګرهار د تورخم او ۵۳۳ تنه نور یې د کندهار د سپین بولدک د فرضي کرښې له لارې بېرته افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې هم ۷۹ تنه نور افغان وګړي چې په ورته ډول د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستان په جېلونو کې بنديان وو، راخوشې او هېواد ته رالېږدول شوي وو.

له دې ټولو سره سره، په بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول په پاکستان کې د افغان بندیانو او کډوالو خراب وضعیت تل له سختو نیوکو سره مخ شوی او د دوی د حقوقو پر نشتوالي اندېښنې ښودل شوې دي.

یو شمېر سیاسي او حقوقي کارپوهان په هېواد کې د یو داسې مشروع حکومت نشتوالی چې نړیوال اعتبار ولري، د دې لامل بولي چې په بهر کې افغان کډوال او بندیان د کوربه هېوادونو له ناوړه چلند سره مخ شي او برخلیک یې بې‌سرنوشته پاتې شي.