نړۍ

راپور: په راتلونکو پنځو کلونو کې به د نړۍ تودوخه نږدې ریکارډ کچې ته ورسیږي

انځور ویکیپیډیا څخه، ارشیف

د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې ادارې او د برېتانیا د هوا پېژندنې دفتر(مېټ افیس) په یو نوي ګډ کلني راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، اټکل کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ځمکې د سطحې منځنۍ تودوخه نږدې ریکارډ کچې ته لوړه شي.

په دغه راپور کې راغلي چې د ځمکې د نورو سیمو په پرتله د قطب (آرکټیک) ګرمېدل به خورا ګړندي او درې نیم چنده تېز وي.

دا کلنی راپور چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د تودوخې او بارانونو د کچې وړاندوینه کوي، ښيي چې د ځمکې د سطحې منځنۍ تودوخه به د صنعتي دورې څخه د مخکې کلونو (۱۸۵۰-۱۹۰۰ زېږدیز) په پرتله د ۱.۳ او ۱.۹ درجو ترمنځ لوړه وي.

د برېتانیا د هوا پېژندنې ادارې یوې لوړپوړې څېړونکې، مېلیسا سیبروک رویټرز اژانس ته ویلي: «پخوانیو ارقامو او حقایقو په واضح ډول دا ثابته کړې چې زموږ اقلیم د تودېدو په حال کې دی او د نړۍ د تودوخې منځنی ګراف په دوامداره توګه پورته روان دی.»

د ۲۰۱۵ کال د پاریس د اقلیم په تاریخي تړون کې د نړۍ حکومتونو ژمنه کړې وه چې اجازه به نه ورکوي د ځمکې تودوخه د صنعتي دورې له کچې څخه له ۱.۵ درجو څخه زیاته شي؛ ځکه تر دغه حد په پورته کېدو سره په نړۍ کې د سختو او خونړیو اقلیمي پېښو او ناورینونو شدت په بې‌ساري توګه زیاتېږي.

په راپور کې راغلي، خورا احتمال شتون لري چې د ۲۰۲۶ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ، لږ تر لږه په یو کال کې د ځمکې د سطحې تودوخه په موقتي ډول له ۱.۵ درجو څخه هم واوړي.

دغه راز وړاندوینه شوې چې په‌دې پنځه کلنه موده کې به یو داسې کال راشي چې د تودوخې کچه به پکې تر ۲۰۲۴ کال (چې د تاریخ تر ټولو ګرم کال ثبت شوی و او د لومړي ځل لپاره پکې تودوخه له ۱.۵ درجو څخه واوښته) هم لوړه شي.

مېلیسا سیبروک وایي، د ۱.۵ درجو له حد څخه په موقتي توګه تېرېدل په‌دې مانا ندي چې د پاریس تړون په بشپړه توګه ناکام شوی، ځکه د دغه تړون معیار د ۲۰ کلونو د اوږدې مودې منځنۍ کچه ده، نه یوازې د یو کال لوړوالی؛ خو هغې په عین حال کې خبرداری ورکړ چې هر څومره چې نړۍ د دغه ګواښونکي حد کرښې ته نږدې کېږي، هومره د دې چانس زیاتېږي چې موږ په پرله‌پسې ډول له دغې کرښې واوړو.

هغې زیاته کړه: «ساینس په خورا روښانه ټکو دا ثابتوي چې د ځمکې د تودوخې د کنټرول او د ۱.۵ درجو په حد کې د ساتلو لپاره زموږ فرصتونه او وخت په ډېرې چټکۍ سره په ختمېدو دي.»

د راپور د موندنو له مخې، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د شمالي نیمې غونډارې (Northern Hemisphere) د ژمي په موسم کې د قطبي سیمو تودوخه د نړۍ د نورمال اوسط په پرتله درې نیم چنده تېزه شي او د ۱۹۹۱-۲۰۲۰ کلونو د اوسط په پرتله به شاوخوا ۲.۸ درجو ته لوړه شي.

د همدې امله اټکل کېږي چې په راتلونکې نیمه لسیزه کې به د مې میاشتې په جریان کې په بارینټس، بیرینګ او اوخوتسک سمندرونو کې د قطب سمندري یخونه په پراخه کچه ویلي شي.

سیبروک زیاتوي چې د قطبي سیمو دغه بې‌ساري ګرمېدل د نړۍ د هوا عمومي بڼه او نظام ګډوډوي او په ځانګړې توګه د نړۍ په شمالي برخو کې د ویجاړونکو اقلیمي پېښو لامل ګرځي.

د دې ترڅنګ په راتلونکو پنځو ژمیو کې د شمالي نیمې غونډارې د لندبل او بارانونو د زیاتوالي وړاندوینه شوې ده.

د مې او سپټمبر میاشتو ترمنځ به په شمالي اروپا، الاسکا، سایبریا او د افریقا په ساحلي سیمو (Sahel) کې د سختو بارانونو او لندبل موسم وي، خو په مقابل کې به په همدې موده کې د امازون په ځنګلونو او سیمو کې برعکس سخته وچکالي رامنځته شي.

د راپور په پای کې راغلي چې د روان کال په ژمي کې به د ال نینو (El Niño) طبعي پدیده په خورا قوي توګه فعاله شي او ممکن تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي.

د ارام سمندر د اوبو دغه دوره‌يي تودېدل به د دې لامل شي چې په نړیواله کچه تودوخه د تاریخ تر ټولو لوړ او خطرناک حد ته ورسیږي.