د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۲۳ – د ۸ بجو خبرونه

په هرات کې د اعتراضونو له ځپلو وروسته، طالبانو د دې ولایت د انجونو پر ښوونځیو او مدرسو تازه محدودیتونه لګولې دي.

سرچینې آمو ته وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو د انجونو مدرسو ته خبرداری ورکړی چې که کومه انجلۍ له اوږده حجاب، نقاب او جرابو پرته ولیدل شي، د مدرسې دروازه به وتړي.

د سرچینو په وینا، تر شپږم ټولګي یو شمېر هغو زد‌کوونکو ته چې قدونه یې نسبتا لوړ دي، ویل شوي چې له دې وروسته دې له چادرنماز پرته ښوونځي ته نه راځي.

په همدې حال کې، د هرات له اعتراضونو وروسته، د دې ولایت لپاره د طالبانو والي کابل ته تللی او ټاکل شوې چې له طالب چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي.