اروپایي ټولنې له خپلو غړو هېوادونو غوښتي چې د طبیعي ګازو د زېرمه کولو هدفونه راټیټ کړي او د تقاضا د کنټرول لپاره د خپلو زېرمو ډکول په تدریجي ډول پیل کړي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله د انرژۍ بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
فایننشل ټایمز د شنبې په ورځ د یوه لیک په حواله راپور ورکړ چې د انرژۍ کمیشنر، ډان جورګنسن، غړو هېوادونو ته لارښوونه کړې چې د خپلو ګازو زېرمو د ډکولو هدف ۸۰ سلنې ته راټیټ کړي.
دا د اروپایي ټولنې له رسمي هدف څخه ۱۰ سلنه ټیټه کچه ده، د دغه ګام موخه په بازار کې د ډاډ رامنځته کول ښودل شوي دي.
په اروپا کې د ګازو بیې د تېرې پنجشنبې په ورځ تر ۳۵ سلنې پورې لوړې شوې. دا وروسته له هغه چې د ایران او اسراییلو په بریدونو کې د منځني ختیځ د انرژۍ مهمې رېربناوې په نښه شوې؛ داسې زیانونه چې رغول به یې کلونه وخت ونیسي.
جورګنسن په خپل لیک کې ویلي چې که څه هم د اروپایي ټولنې د انرژۍ سرچینې تر ډېره خوندي پاتې دي، خو خبرداری یې ورکړی چې د مایع پیټرولیم ګاز (LPG) تولید به بېرته پخواني حالت ته راګرځېدل ډېر وخت ونیسي. نوموړي د دغه کړکېچ پر وړاندې د «ګډ غبرګون» غوښتنه وکړه.
اروپایي کمیسیون د تېرې چهارشنبې په ورځ حکومتونو ته دا لارښوونه هم وکړه چې د ګازو د واردولو په قوانینو کې نرمښت وښيي.
دا پریکړه د دې لپاره شوې چې د روسيې د انرژۍ د بندولو قوانین په ناڅاپي ډول د هغو لېږدونو مخه ونه نیسي چې د ایران د اوسني بحران پر مهال د انرژۍ د ثبات لپاره ورته اړتیا ده.
