نړۍ

د خلکو انځور جوړولو لپاره د يو نایجیریایي هنرمند نوښت

د چيبويکه په نوم یو نایجیریايی هنرمند د نوشابو له غورځول شويو قوطۍ ګانو څخه د خلکو عکسونه جوړوي.

چيبويکه له خپلې انا سره ژوند کوي او له هغې يې اوبدل زده کړي.

هغې پوهنتون ته له تللو وروسته د چاپېريال ساتنې په اړه ډېره پوهه ترلاسه کړه او د اوبدلو په هنر سره المونيمي قوطۍ ګانې د يو بل ترڅنګ اوبي او انځور ترې جوړوي.

چيبويکه وايي: “له صنعتي فعالیتونو نيولې د انسان فردي فعالیتونو پورې، کثافات هره ورځ تولیدیږي او پرته له دې چې په طبیعي سیسټم او چاپیریال د هغې د اغیزو په اړه فکر وشي لېرې غورځول کیږي. له همدې امله ما د دې کثافاتو د راټولولو او ارزښت ورکولو لار غوره کړه، چې زه یې نوي کارول بولم.”

المونیم له چاپیریال سره يو له مطابقت کوونکو فلزاتو څخه دي او د هغې د بیا ځلي کارونې امکان شونی دی.

چيبويکه لومړی له کثافاتو څخه راټولې شوې قوطۍ ګانې مېکروب ضد کوي ​​او بیا یې په ځانګړو ټوټو پرې کوي او په پای کې یې د سيم په واسطه له يو بل سره اوبي څو هغه انځور چې نوموړی يې غواړي، جوړ کړي.

هغه د هر انځور د جوړولو لپاره له ۲۰۰ تر ۱۰۰۰ قوطۍ ګانو څخه کار اخلي او تر زرو ډالرو پورې يې پلوري.